د روغتیا نړۍوال سازمان (WHO) د سې شنبې په ورځ اعلان کړی، چي په افغانستان کي ئې د ملګرو ملتونو له بشري مرستو ادارې (OCHA) څخه ۶،۳ میلیونه ډالر تازه مرستي ترلاسه کړي دي.
د دغه سازمان په خبره چي د دې مرستو په وسیله به د هیواد په ۱۳ ولایتونو کي ۴۲ روغتیايي مرکزونه فعال وساتل سي او نژدې ۷۴۷ زره کسانو ته به روغتیايي اسانتیاوي برابري سي.
ياد سازمان دغه راز زياتوي، چي شاوخوا ۱،۳۹ میلیونه ډالر به هغو ماشومانو ته ځانګړي سي چي دخوراځواکۍ سره مخ دي.
دا مرستي په داسي وخت کي افغانستان ته رسیږي چي زرګونه افغانان له ایران او پاکستان څخه بېرته ستنیږي او افغانستان د سختي لوږي او وچکالۍ سره مخ دئ.