د روغتیا نړیوال سازمان: د بغلان په سېلاب ځپلو سیمو کي د بېلابېلو ناروغیو خپرېدو اندېښنې سته

د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیوایچ‌او) ویلي، د بغلان ولایت په سېلاب ځپلو سیمو کي د بېلابېلو ناروغیو د خپرېدو اندېښنه سته.
دغه سازمان وایي، روغتیايي ټیمونه یې د بغلان ولایت په سېلاب ځپلو سیمو کي په ځانګړې توګه د ماشومانو په منځ کي د ساري ناروغیو د خپرېدو شاهدان دي.
د روغتیا نړیوال سازمان زیاته کړې، په بغلان ولایت کي د سېلاب ځپلو سیمو وضعیت لا هم نازک دی او زرګونه کسان لا هم بېځایه سوي او خوراکي توکو، سرپناه او عاجلو روغتیايي خدمتونو ته اړتیا لري.
د بغلان ولایت یو شمېر سېلاب ځپلي هم وایي، چي په دغه ولایت کي له سختو سېلابونو وروسته یې ماشومان په بېلابېلو ناروغیو اخته سوي او که یې عاجله مرسته ونه سي د ماشومانو ناروغۍ به یې نوري هم سختي سي.
په هیواد کي وروستیو سختو بارانونو او سېلابونو پر بغلان سربېره د یو شمېر نورو ولایتونو لکه غور، هرات، بادغیس، ننګرهار، تخار او بدخشان اوسېدونکو ته هم درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.