د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د تېري میاشتي د کولارا په شمېرو کي افغانستان تر نورو هیوادونو مخکي دی

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په تېره میلادي میاشت یې په ۱۴ هیوادونو او سیمو کي د کولارا له ۴۷ زرو ډېري پېښي ثبت کړي چي پکښي د ۱۷ زره ۸۵۶ شمېرو سره افغانستان تر نورو مخکي دی.

دغه سازمان وايي، تېره سپټمبر میاشت په اړوند سیمو او هیوادونو کي له کولارا څخه تر ۵۸۰ کسان هم مړه سوي دي.

تاس خبري اژانس د دې ادارې د مالوماتو له مخي لیکي، چي تر افغانستان وروسته سوډان د کولارا په برخه کي د څه باندي ۱۵ زره او پاکستان پنځه نیم زره پېښو لرلو سره دویم او دریم ځای لري.

کولارا د ککړو اوبو او خوړو له امله پیدا کېږي.

په افغانستان کي چي ډېری خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري تر ډېره د دې ناروغۍ اصلي لامل دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *