د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی

د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی، چي د ۲۰۲۵ کال د ډيسمبر په میاشت کي په افغانستان کي د سینه‌بغل ناروغي په بې‌ساري ډول ډېره سوې او سلګونه کسان ئې قرباني کړي دي.
د دې ادارې د شمېرو له مخي په یاده موده کي ۱۸۳ زره او ۳۰۲ کسان په دې ناروغۍ اخته سوي او ۳۵۲ تنه ورڅخه مړه سوي دي.
راپور ښيي چي د سینه‌بغل د پېښو کچه د نومبر میاشتي په پرتله ۲۴ اعشاریه ۶ سلنه لوړه سوي، چي دا حالت د روغتیايي نظام له پاره جدي اندېښنه بلل کېږي.

دغه سازمان وایي د بوديجې د کمښت له امله تر اوسه ۴۴۵ روغتیايي مرکزونه یا تړل سوي او یا ئې فعالیتونه درول سوي، چي له کبله ئې شاوخوا ۳ اعشاریه ۸ میلیونه وګړي په ۳۰ ولایتونو کې د درملني له خدمتونو بې برخي کېدای سي.
د WHO په ارزونه کي د نورو ناروغیو وضعیت هم یاد سوی دئ. د ډيسمبر په جریان کي د شري له دوه زره زیاتي پېښي ثبت سوي چي لس کسان ئې مړه کړي دي.
همدارنګه د حادي نس‌ناستي ۷ زره او ۹۶۹ موارد، د شري ۲ زره او ۹۵ مشکوکي پېښي، د ډینګي تبي ۳۴۰ پېښي، د ملاریا ۲۲۸۱ موارد او د کریمه–کانګو تبي ۳۷ پېښي ثبت سوي دي.

دغه بنسټ زیاتوي چي د روغتیايي اړتیاوو د کمولو له پاره ئې په اتو ولایتونو کې ۱۱۶ بېړني روغتیايي بسترونه نهو مرکزونو ته سپارلي دي. د دې اقدام له لارې تمه کېږي چي په راتلونکو درو میاشتو کې به شاوخوا ۸۶ زره او ۵۵۰ کسانو ته طبي خدمتونه ورسېږي.