د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کي له نیمايي ډېر وګړي له رواني فشارونو سره مخ دي، خو په ټول هیواد کي د رواني ناروغانو د درملني له پاره یوازي ۳۲۰ بستره سته.
دغه سازمان د رواني روغتیا د نړۍوالي ورځي په مناسبت ویلي، د ژوند ستونزي او ورځني فشارونه د خلګو پر رواني روغتیا اغېز کوي او د دې ستونزي د کمولو له پاره باید خلګ د یو بل خبرو ته په درناوي او مهربانۍ غوږ ونیسي.
په افغانستان کي د دغه سازمان مشر اډوین سالواډور وايي، رواني روغتیا د جسمي روغتیا په څېر پاملرني ته اړتیا لري او خلګ باید د خپلو رواني ستونزو په اړه په ازاد ډول خبري وکړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د معلوماتو له مخي، ښځي او نجوني د زدهکړو او کار په برخه کي د محدودیتونو له امله له زیاتو رواني فشارونو سره مخ دي.
د یوې سروې ۷۵ سلنه ښځینه ګډونوالو خپل رواني حالت خراب بللی او ویلي ئې دي چي له سخت خپګان او اندېښنې سره مخ دي.