د روغتیا نړۍوال سازمان وايي، په افغانستان کي د پولیو ویروس څلور نوري مثبتي پېښي ثبت سوي دي.
د دغه سازمان د تازه معلوماتو له مخي، نوي پېښي په هلمند، کنړ، نورستان او فراه ولایتونو کي ثبت سوي دي.
په دې سره د روان ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسي په افغانستان کي د پولیو د ثبت سوو مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته لوړ سوی دئ.