د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کي ويلي چي په افغانستان کي د سږو انتاني ناروغۍ (ذات‌الریه) پېښي په وروستیو

د روغتیا نړۍوال سازمان په خپل تازه راپور کي ويلي چي په افغانستان کي د سږو انتاني ناروغۍ (ذات‌الریه) پېښي په وروستیو میاشتو کي ډېري سوي دي.
په دغه راپور کي چي د يکشنبې په ورځ خپور سوی ويل سوي، چي يوازي د روان کال د نومبرپه میاشت کي دا ناروغي ۲۴ سلنه لوړه سوې ده.
د یاد سازمان د معلوماتو پر اساس، د نومبر په میاشت کي ۱۴۷ زره کسان په دې ناروغۍ اخته سوي او ۲۴۸ تنه ئې له امله مړه سوي وو.

د روغتیا نړۍوال سازمان له افغان روغتیایي بنسټونو غوښتي چي د دې ناروغۍ د خپرېدو د مخنیوي له پاره بېړني اقدامات وکړي.