د رويټرز د راپور له مخي چین دا مهال د ارام سمندر

د رويټرز د راپور له مخي چین دا مهال د ارام سمندر، هند سمندر او د شمالي قطب په سیمو کي د سمندر د تل د پراخي نقشې جوړولو او څارني یو لوی عملیات پر مخ وړي؛ دا پروژه که څه هم ظاهراً علمي هدفونه لري، خو پوځي کارپوهان ئې د امریکا او د هغې د متحدینو پر ضد د اوبو لاندي جګړې له پاره د چمتووالي مهمه برخه بولي.
د رویټرز په حواله دانګ فانګ هونګ ۳ په څېر کښتۍ د سمندر د تل دقیقي نقشې جوړوي او پرمختللي سنسرونه ځای پر ځای کوي، چي د اوبو د تودوخي او د اوبو لاندي جوړښت په اړه معلومات راټولوي؛ ترڅو دا معلومات د سمندري تګ راتګ، پټېدو او د اوبو لاندي کښتیو د پېژندني له پاره ډېر مهم دي.
دا فعالیتونه یوازي په یو یا څو کښتیو پوري محدود نه دي؛ بلکي لسګونه څېړنیزي بېړۍ او سلګونه سنسرونه په کښي شامل دي، چي په مهمو ستراتیژیکو سیمو لکه د ګوام، هاوایي، فلیپین او د مالاکا تنګي شاوخوا ځای پر ځای سوي دي.

که څه هم د دې څېړنو ځیني برخي ملکي کاروني لکه کب نیونه یا د طبیعي سرچینو موندنه لري، خو د ملکي-پوځي یوځای کېدو د تګلاري له مخي، دغه معلومات مستقیم د پوځي وړتیاوو د پراختیا له پاره کارول کېږي.
د امریکا استخباراتي چارواکو خبرداری ورکړی، چي دا معلومات کولای سي چین ته دا توان ورکړي، چي تر خپل اوبو لاندي کښتۍ لا اغېزمني وکاروي او په ورته وخت کي د دښمن تر اوبو لاندي کښتۍ تعقيب کړي.
رويټرز زياتوي، چي په ستراتیژیکه توګه دا پروژه ښيي چي چین هڅه کوي ځان د ژورو اوبو په سمندري ځواک بدل کړي او د لومړۍ ټاپوګانو کړۍ او محدودیتونه مات کړي.

همدارنګه، د هند سمندر او د انرژۍ پر لارو تمرکز دا ښيي چي بېجینګ غواړي د خپلو حیاتي وارداتو ساتنه وکړي او په مهمو نړۍوالو سیمو کي خپل پوځي حضور پراخ کړي.