د ريیس الوزرا د اقتصادي مرستیال ملا برادر دفتر وايي، د ۲۱ لویو کانونو د استخراج کار پیل سو

د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال د دقتر په خبرپاڼه کي ویل سوي چي دا کانونه د مختلفو موادو لکه سرو زرو، یاقوت، سربو او جستو، وسپني، کرومایټ، باریټ، سکرو او د سیمي د ابتدايي موادو دي.

د خبرپاڼي له مخي چي پر ایکسپاڼه خپره سوې، ټاکل سوې چي د سرو زرو کانونه د تخار د چاه‌آب او د بغلان په دوشي ولسوالیو کي، د یاقوت کان د کابل په جگدلک ولسوالۍ، د وسپني کانونه د هرات د غوریان او پښتون زرغون ولسوالیو کي، او د سرب او جست کانونه د غور د تولک ولسوالۍ کي استخراج سي.

همداراز، د سیمینټ د ابتدايي موادو کانونه د پروان د جبل‌السراج، د هرات د زنده‌جان او کندهار په ښوراندام سیمو کي د استخراج لپاره پلان سوي دي.

په دې خبرپاڼه کي د دې کانونو د قراردادونو ډول او د استخراج لارو چارو تفصیل نه دی یاد سوی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *