د رییس الوزرا اقتصادي مرستیال د افغانستان د اقتصادي وضعت په اړه د نړیوال بانک وروستۍ موندني له حقیقته لیري بللي او دغه راپور يې رد کړی.
چارواکو ويلي، چي د اسلامي امارت په واکمنۍ کي پرمختيايي پروژې لکه د کانونو اېستل، د لویو لارو او پلونو رغول او نوري زياتي بنسټيزي چاري رواني دي.
نړيوال بانک د ډسمبر مياشتي په لومړیو کي په خپل راپور کي ویلي، چي د افغانستان اقتصادي حالت لا هم ټکنی دی او زياته وده یې نه ده کړې.
نړيوال بانک ويلي په افغانستان کي د بې کارۍ کچه لوړه، د زېربنایي پروژو کارونه ولاړ او پانګونه محدوده سوې ده.
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال دفتر د شنبې په ورځ په يوې اعلاميه کي د نړيوال بانک د دغه راپور پر ردولو سربېره ویلي، چي په بېلابيلو برخو کي پرمختګونه سوي او يوازي د ستر مقياس کانونو په برخه کي يې شاوخوا ۴۱۵ ميليارده افغانۍ کورنۍ او بهرنۍ پانګونه جذب کړې ده.