د زابل د خاک افغان ولسوالۍ اوسیدونکي د خرني بند د تړل کیدو غوښتنه کوي

د زابل د خاک افغان ولسوالۍ اوسیدونکي د خرني بند د تړل کیدو غوښتنه کوي. دا بند چي د تړل کیدو چاري یې د دواد خان د واکمنۍ پر مهال پلان سوي وې په تړل کېدو سره یې د زابل مرکز کلات او ځینو ولسوالیو تر څنګ د غزني ولایت د ګیلان ولسوالۍ ځیني سیمي هم خوړوبیدلای سي. پر همدې مهال بیا د زابل ولایت ځایې مسوولین او ولسي وګړي د دې بند نه تړل کېدو لامل د ۳۰ میلیونو امریکایې ډالرو لګښت او تیر انقلابونه په ګوته کوي