د زابل د شینکۍ ولسوالۍ اوسېدونکي په روغتیايي او نورو برخو کي اسانتیاوي غواړي

د زابل د شینکۍ ولسوالۍ سپین ږیرو او مشرانو د زابل والي سره لیدلي په او دغه ولسوالي کي یې د روغتیايي او نورو خدماتو غوښتنه ځني کړې ده.
د زابل د والي ویاند صدیق الله وثیق وایي، په دغه لیدنه کي د شینکۍ ولسوال هم ګډون درلود او د خلکو ستونزي یې پر ځای وبللې.
د هغه په وینا، خلکو د روغتیايي ستونزو د حل تر څنګ د لارو جوړول مهم وبلل چي باید پاملرنه ورته زیاته سي تر څو د خلکو تګ راتګ تر مرکز پوري په اسانۍ سره وسي.
د زابل د والي ویاند وویل، والي مولوي حزب الله افغان هم د شینکۍ ولسوالۍ د سپین ږیرو سره ژمنه وکړل چي د دوی د ستونزو د حل په موخه جدي هڅي کوي.