د زابل د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه د سې شنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي سوي چي تېره ورځ د زابل ولايت په شاجوی ولسوالۍ کي يو پنځه کلن ماشوم برمې ته لوېدلی و.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ماشوم د شپې پر ۱۲ بجې د برمې څخه رايستل سوی خو ژوند ئې د لاسه ورکړی و.
په ورته وخت کي د هلمند ولايت د ط..البانو امنيتي مسئولينو ويلي چي د هلمند ولايت په ګرشک ولسوالۍ کي يو درې کلن ماشوم هم برمې ته لوېدلی و، چي بېرته ژوندی ژغورل سوی.