د زابل د عامي روغتیا رییس: په زابل کي د خوارځواکۍ کچه لوړه ده باید خدمات ورته زیات سي

د زابل د عامي روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وایي، په دغه ولایت کي د خوارځواکۍ یا د سو‌ء تغذي ناروغانو کچه لوړه ده چي باید د درملني لپاره یې هڅي زیاتي سي.
د زابل ولایتي مسوولین وایي، هغه دغه څرګندوني د تغذي خدماتو د پیاوړتیا په موخه د کاري ځواک کمېټې (Task Force Comittee) په غونډه کي کړي دي.
په دغه غونډه کي د عامي روغتیا رییس د تغذیې په برخه کي د تطبیق کوونکو بنسټونو استازو څخه غوښتي چي په ټولنه کي د تغذي خدماتو او د تغذي موادو او نورو منابعو د ښه استعمال په موخه عامه پوهاوی زیات کړي.
ډاکټر میرویس افغان زیاته کړې، عام خلک باید په دې پوه سي چي د تغذي خواړه نه بلکي درمل دي او له ناسم استعمال څخه یې باید ډډه وسي.