د زابل ولایت د اټغر ولسوالۍ اوسیدونکي د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاس رسي له امله نورو سیمو ته کډه کيږي

د زابل ولایت د اټغر ولسوالۍ اوسیدونکي وايې د څښاک پاکو اوبو ته د نه لاس رسي له امله نورو سیمو ته کډه کيږي . د دوی په خبره د دغه ولسوالۍ ډیر اوسیدونکي د څښاک پاکو اوبو ته دنه لاس رسي په دلیل له یوه کلي نورو کلیو ته کډه سوي او دا لړۍ لاهم دوم لري . اخوا د زابل ځايې مسوولین وايي، د اټغر ترڅنګ يې د زابل په بیلابیلو نورو سیمو او ولسوالیو کي هم د څښاک پاکو اوبو ته د لاس رسي په برخه کي تازه هڅي راپیل کړي دي