د زابل ولایت څخه ځايي سرچينو د چهار شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولایت د مرکز قلات ښار او مېزاني ولسوالۍ ترمنځ پر لویه لاره یو بایفور ډوله موټر د چټک تګ له امله له سړکه اوښتی او چپه سوی دئ.
د سرچینو په وینا، په دې پېښه کي یو ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او د دوو ښځو په ګډون لس کسان په کښي ټپیان سوي دي.
ویل کېږي چي د ټپیانو له ډلي درې تنه د سختو ټپونو له امله د کندهار میرویس روغتون ته لېږدول سوي دي.