د زابل ولایت څخه ځایي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په سيوري ولسوالۍ کي ط.البانو په شخصي جامو کي د جمهوري نظام پر مهال د ملي امنيت یو سرتېری په چاقو وهلی او وروسته ئې په توت پوري زندۍ کړی.
د سرچينې په وينا چي دغه پخوانی نظامي سيدجان نومېدی او اوس ئې په زابل کي ټکسي چلول.
بايد وويل سي، چي د دغه پېښي په تړاو تراوسه پوری د زابل ولايت ط..البانو څه نه دي ويلي.