د زاهدان د اهل سنتو مخکښ عالم، مولوي عبدالحمید، د ط..البانو او د پاکستان له چارواکو وغوښتل چي روان اختلافات دي د جګړې پر ځای د تفاهم او خبرو اترو له لاري حل کړي.
هغه وویل چې دواړه هیوادونه ژوري تاریخي او دیني اړیکي لري او ګډي ګټي ئې دا ایجابوي، چي له شخړو ځان وساتي.
د نوموړي په وینا، که حالات په سوله ییز ډول مدیریت سي، نو دا به د دواړو لورو په ګټه وي.
مولوي عبدالحمید همداراز خبرداری ورکړی، چي بهرني کړۍ کولای سي د خپلو ګټو له پاره د دواړو هیوادونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات کړي، نو ځکه باید له احتیاطه کار واخیستل سي او د هر ډول پاروني مخه ونیول سي.