د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس وایي، چي د سالنګ لویه لار د روان لمریز کال د مرغومي تر څلورمي نېټې پوري د لویو مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل سوه.
د حقشناس په وینا، دغه ګام په وروستیو څو ورځو کي د شدیدي واوري د اورېدو او ورسره مل طوفان او د دې سربېره د کنګل او د فرعي لاري د ظرفیت د کموالي له کبله اخیستل سوی دی.
نوموړی زیاتوي، چي کوچني مسافر وړونکي موټر د دې مسیر له فرعي لاري تګ-راتګ کولای سي او د سالنګ عمومي لویه لاره به د مرغومي پر ۴مه نېټه پرانیستل سي.
د سالنګ لویه لار هرکال د ژمي په راتګ سره وخت ناوخته د مسافرو پر مخ تړل کېږي.
پر دې لار تلونکي مسافر ګیله لري، چي دا مهمه لویه لار د وخت د حاکمو نظامونو د بې پروایي له امله په بد وضعیت کي ده.