د سالنګ لویه لار چې د واورې د ورېدو له کبله بنده سوې وه، نن بېرته پرانیستل سوه

تېره شپه د ټولګټو وزارت د واورې د ورېدو او سختو توپانونو له کبله د سالنګ لویې لارې د تړل کېدو خبر ورکړ.

د دغه وزارت ویاند محمد اشرف حق‌‌شناس پر ایکس‌پاڼه لیکلي، دغه لار تېره شپه ۹ بجې او ۱۰ دقیقې د ټولو وسایطو پر مخ وتړل سوه.

د ده په وینا د سالنګونو د ساتنې او څارنې کارکوونکي د تونل په دواړو لوریو کې د وسایطو د تخلیې په حال کې دي.

نن سهار دغه وزارت اعلان وکړ چې، لاره بېرته پرانيستل سوې ده.

د سالنګونو لویه لار د افغانستان نهه شمالي ولایتونه له پلازمېنې کابل او جنوبي ولایتونو سره نښلوي.