د ستري محکمې د پرېکړي له مخي د لوی اختر په مناسبت د افغانستان د زندانونو څخه ۱۵۰۰ بنديان ازاد سوي

د ط..البانو د‌ستري محکمې څخه په خپره سوې خبرپاڼه کښي ويل سوي، چي د لوی اختر په مناسبت ئې ۱۵۰۰ زندانيان ازاد‌کړي او ۹۵۰ تنو د زندان په موده کښي کموالی را وستلی دئ.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي، چي دغه زندانیان ئې کابل، ننګرهار، لغمان، پنجشېر، پروان، کاپیسا، خوست او نیمروز ولایتونو له زندانونو څخه ازاد کړي دي.
په خبرپاڼه کښي ويل سوي دي، چي دغه بنديانو کښي هغه کسان شامل وه، چي اصلاح سوي وه، صورت او سیرت ئې په سنتو برابر وو، په دیني او نورو برخو کښي ئې زده کړي کړي وي او د عفوي یا د بند په موده کښي د تخفیف مستحق وو.