د سره صليب يوه مشره وايي، ناچاوده مهمات لا هم افغانستان کي د خلکو لپاره يو ګواښ دی

د سره صلیب یوه مشره وايي، مځکني ماینونه او ناچاوده مهمات لا هم په افغانستان کي د خلکو، په ځانګړي ډول د کوچنیانو لپاره یو دوامداره ګواښ دی.

په افغانستان کي د سره صلیب نړیوالي کمېټې د استازولۍ مشري کاټرینا ریتځ پر خپله ایکس‌پاڼه دا معلومات خپاره کړي.

هغې د نازیې په نوم د یوې کوچنۍ افغاني نجلۍ عکس هم خپور کړی، چي تازه مصنوعي پښه ورته لګول سوې ده.

مېرمن ریتځ لیکلي، نازیې د یوه ماین په چاودنه کي یوه پښه له لاسه ورکړې او په وروستیو کي د سره صلیب د فزیکي توانمندۍ په یوه مرکز کي ورته مصنوعي پښه لګول سوې ده.

د ملګرو‌ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې یا اوچا په اسد میاشت کي ویلي وه، په افغانستان کي نږدې درې نیم ميلیونه وګړي د ماینونو او د جګړې د پاته سویو ناچاودنه مهماتو له امله د زیانمنېدو له دوامداره ګواښ سره مخامخ دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *