د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چي، د سږ کال په لومړیو ۹ میاشتو کي یې د څه باندي ۱۱ زره افغان کوچنیانو د یو ډول مورزادي ناروغۍ په درملنه کي مرسته کړې ده

د سره صلیب نړیوالي کمېټې پرون په یوه خبرپاڼه کي ویلي، د جنورۍ او سپټمبر د میاشتو ترمنځ د افغانستان په بېلابېلو سیمو کي یې په خپلو طبي مرکزونو کي ۱۱ زره ۴۳ تنه افغان کوچنیانو ته، چي سي‌‌پي ستونزه یې لرله، حیاتي خدمات وړاندي کړي دي.

سربل پالسي ناروغي یو ډول مورزادي دماغي اختلال دی چي، عموماً کوچني ته د مور په نس کي، یا د زوکړي په مهال او یا هم له زېږېدو سم‌دستي وروسته پیدا کېږي.

د سره صلیب نړیواله کمېټه وايي چي، تېر کال یې په ورته موده کي د دې ډول ۱۱ زره ۲۹۶ کوچنیانو ته درملنه کړې وه.