په دغه راپور کي ویل سوي، چي په افغانستان کي بشري بحران پېچلی سوی او دغه هیواد له اوږدمهاله بحرانونو سره مخ دی.
د سره صليب نړيوال فدراسيون طبيعي پېښي، د موسمي بدلون زياتېدونکي اغېزې، د خلکو کورني بې ځايه کېدل، اقتصادي ننګوني، د خوراکي توکو نه خونديتوب او د روغتيا په برخه کي ننګوني په هیواد کي د بشري ناورين اصلي لاملونه بللي دي.
دغه سازمان وايي، اوس مهال د افغانستان تر ۸۵ سلنه ډېر وګړي د بېوزلۍ تر کرښې لاندي ژوند کوي.
په دغه راپور کي ویل سوي، چي د روان کال په اپریل او جولای میاشتو کي په هیواد کي دغه کړکېچ لا پسي بدتر سوی، په ځانګړې توګه کله چي د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کي سختو بارانونو او سېلابونو په مستقیم ډول ۲۹۵ زره کسان اغېزمن کړل.