له افغانستان سره د بشري مرستو د ځنډولو په تړاو کانګرس ته د امریکا د استازو مجلس د یوې لایحې تر وړاندیز وروسته د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مسوولینو ویلي چي نړۍ باید له بشري مرستو سیاسي ګټه پورته نه کړي.
تر دې وړاندي د امریکا د استازو مجلس یو غړي «ډان مویرز» کانګرس ته یوه لایحه وړاندي کړې چي له افغانستان سره بشري مرستي په افغانستان کي د امریکايي بندیانو تر ازادۍ پوري مشروطي کړي.
خو د سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت مسوولینو ویلي چي د افغانستان له خلکو سره د بشري مرستو کمول یا ځنډول د نړیوالو اصولو او اخلاقو خلاف کار دی، او نړۍ ته نه ښايي چي له بشري مرستو سیاسي ګټه واخلي.
کانګرس ته د امریکا د استازو مجلس په دې لایحه کي ټینګار سوی چي دا طرحه د «رایان کوربت» او «جورج ګلزمن» د خلاصون لپاره ترتیب سوې ده.
دا په داسي حال ده چي په افغانستان کي اوسمهال تر بل هر وخت بشري مرستو ته اړتیا زیاته سوې ده.
د ویلو ده چي تر دې وړاندي د خوړو نړیوال پروګرام په ګډون یو شمېر نړیوالو بنسټونو هم د بودیجې د کمښت له امله د بشري مرستو د کمېدو خبرداری ورکړی وو.