د سرپرست حکومت مسوولان: د ملګروملتونو سازمان کي د افغانستان د سیاسي استازولي څوکۍ غصب سوې

——————-

د سرپرست حکومت مسوولان وايي چي د ملګروملتونو سازمان کي د افغانستان د سیاسي استازولي څوکۍ غصب سوې او په وینا یې، دوی ته باید وروسپارل سي.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، دغه څوکۍ د اسلامي امارت حق دی او ملګري ملتونه دي د ورسپارلو لپاره له دغه حکومت سره پرېکړه وکړي.

د سرپرست حکومت له لوري ملګروملتونو کي د افغانستان څوکۍ ته ورپېژندل سوی استازی سهیل شاهین ټينګار کوي، که دغه څوکۍ د سرپرست حکومت په واک کي ورکړل سي، سرپرست حکومت کولای سي په ښه توګه د افغانانو استازیتوب وکړي او په نړۍوالو موضوعاتو کي هم ښه او اغېزناک رول ولوبوي.

ویل کېږي چي دا مهال په ملګروملتونو کي د افغانستان څوکۍ د افغانسان د مخکیني حکومت د ډیپلومات په واک کي ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *