د سرپرست حکومت مسوولین : داعش ډله په افغانستان کي په بشپړه توګه له‌منځه وړل سوې ده

د سرپرست حکومت مسوولین په افغانستان کي د داعش په اړه د یوشمېر هیوادونو اندېښنو ته په غبرګون کي وايي چي داعش ډله په افغانستان کي په بشپړه توګه له‌منځه وړل سوې ده.

د سرپرست حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، حکومت هېڅ ډلي ته اجازه نه ورکوي چي افغان خاوره د نورو هیوادونو پر ضد وکاروي.

د نوموړي په وینا، د امنیتي ځواکونو په جدي او قوي مبارزې سره داعش ډله له‌منځه تلو په حال کي ده.

نوموړي همداراز هغه ټولي ادعاوي رد کړې چي ګواکي له افغانستانه نورو هیوادونو ته ګواښ متوجه دی.

د امریکا د دفاع وزارت او د برتانیې د کورني امنیت مشر د سه‌شنبې په ورځ ویلي وه چي په افغانستان او سیمه کي د د ترهګرو ګواښونه جدي ګڼي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *