د سرپل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي

د سرپل څخه ځايي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په سوزمه کلا ولسوالۍ کي د ط..البانو يوه غړي خپل مېرمن ويشتلې او وژلې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه ط..الب دوې مياشتي مخکي له دغي ۱۸ کلني نجلۍ سره واده کړی و.
سرچینه وايي چي د ط..البانو دغه غړی، چي خپل مېرمن ئې وژلې حسن نومېږي.

بلخوا بيا د سرپل امنیې قومندانۍ ياده پېښه تائيد کړې؛ خو زياتوي چي دغي مېرمني د کورنيو ستونزو له امله ځان وژنه کړې ده.