د سعودي عربستان د النصر ورزشي کلب د ښځو د فوټبال لوبډلي برازیلۍ لوبغاړې کاتلین سوزا د اسلام مبارک دين منلی.
۲۹ کلنه سوزا تېره ورځ په یوه رسمي پروګرام کي، چي د کلب د مسؤلینو او د لوبډلي د غړو په ګډون جوړ سوی و، د اسلام مبارک دين قبول کړ.
سرچینې وايي چي سوزا د اسلام د اصولو، ارزښتونو او اخلاقو له نژدې پېژندني وروسته دې دین ته مخه کړې ده.
همدارنګه د دې مراسمو پر مهال، د لوبډلي نور غړو او د کلب چارواکو هم د هغې د دغي پرېکړي ستاينه کړې ده. د سوزا دې اقدام ته په ټولنیزو رسنیو کي هم خلګو مثبت غبرګونونه ښودلي او سوزا ته ئې د اسلام د مبارک دين د منلو مبارکي ويلې ده.