د سعودي عربستان د دفاع وزارت اعلان کړی، چي په ریاض کي د امریکا سفارت د دوو بېپیلوټه الوتکو له لوري په نښه سوی دئ.
د یاد وزارت د ویاند په وینا، دغه برید د اورلګېدني سبب سوی او د سفارت ودانۍ ته مالي زيان هم اوښتی دئ.
تراوسه د ځاني تلفاتو په اړه راپور نه دئ ورکول سوی.