د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې اعلان کړی

د سعودي عربستان د ملکي دفاع ادارې اعلان کړی، چي په پلازمېنه ریاض ښار کي امنیتي خطر پای ته رسېدلی او اوس وضعیت عادي سوی دئ.
یادي ادارې د جمعې په ورځ په یوه خبرپاڼه کي له خلګو غوښتي، چي د خپل خوندیتوب له پاره د ملکي دفاع لارښووني په پام کي ونیسي.
په خبرپاڼه کي د خلګو غوښتل سوي چي پر يوه ځای د راټولېدو څخه دي ډډه وکړي او د پېښي انځورونه دي هم نه اخلي.