د سعودي عربستان پوليسو خبر ورکړی، چي ۵ تنه هغه افغانان ئې نيولي

د سعودي عربستان پوليسو خبر ورکړی، چي ۵ تنه هغه افغانان ئې نيولي، چي په ناقانونه توګه د حج د فریضې د ادا کولو په موخه مکې ته داخل سوي وو.
پوليسو ويلي، چي دغه افغانان د حج د مقرراتو خلاف مکې ته داخل سوي وو.
هغوی د ټولو حجاجو څخه غوښتي چي ټولي هغه لارښووني دي عملي کړي، چي د سعودي عربستان د دولت له خوا ورته ايښودل سوي دي.