د سعودي وليعهد محمد بن سلمان او د کویټ وليعهد شیخ صباح خالد الصباح د ټیلیفوني خبرو پر مهال د سیمي پر وروستیو تحولاتو خبري کړي دي.
دواړو لورو د ایران وروستي بریدونه د سیمي د هیوادونو د حاکمیت خلاف بللي او دا ئې د سیمي له پاره سترګواښ بللی دئ.
دواړو مشرانو د ایران حملې په کلکه غندلي او د خلیج د همکارۍ شورا د غړو هیوادونو ترمنځ د لا زیاتي همغږۍ او ګډو هڅو پر پیاوړتیا ئې ټینګار کړی.
هغوی ويلي، چي د سیمهییزو ستونزو حل باید په ګډه تفاهم او همکارۍ سره تر سره سي.