د سمنګان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي

د سمنګان د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په حضرت سلطان ولسوالۍ کي د يوه ۲۲ کلن ځوان جسد موندل سوی.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ځوان ګل احمد نومېږي او په ايبک ښار کي ئې ټکسي چلول.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه ځوان دوې هفتې مخکي تښتول سوی و، چي د دوشنبې په ورځ ئې د حضرت سلطان ولسوالۍ په يوه کنده کي ئې جسد موندل سوی.

د دغه ځوان د وژلو اصلي لامل څرګند نه دئ خو ط.. البان وايي چي په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د مرموزو وژنو ګراف لوړ سوی.