د سمنګان ولايت د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په خلم ولسوالۍ کي يو ۵۸۰ مسافر وړونکی د ټېلر سره ټکر سوی,چي په دغه پېښه کي د بس چلوونکی وژل سو او لس کسان نور ټپيان سوي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه ترافيکي پېښه د موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.