د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کي د ۴۰ چاپ اندازانو ترمنځ د وزلوبي سیالۍ پای ته ورسېدې

یادي سیالۍ د سمنګان ولایت د وزلوبې یا بزکشۍ د فدراسیون او د دغه ولایت د بدني روزني او سپورت امریت په همکارۍ جوړي سوي وې چي ۴۵ چاپ اندازانو پکښي برخه اخیستې وه. په دې سیالیو کي هارون پهلوان لومړی مقام، شمس الله پهلوان دوهم مقام او جاوید پهلوان دریم مقام وګټئ او هر یو د ۵۰۰ ریالو ګټونکي اعلان سول. د دغو سیالیو موخه د وزلوبې پراختیا او وده یاده سوې ده.