د سمنګان څخه ځايي سرچينو د پنج شنبې په ورځ څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي تېره شپه نامعلومو کسانو يو ۳۵ کلن ځوان په خپل کور کي ويشتلی او وژلی دئ.
د سرچينې په وينا چي تر قتل وروسته د پېښي عاملين د سيمي څخه تښتېدلي دي.
په ورته وخت کي د سمنګان ولایت ط..البانو هم ياده پېښه تائيد کړې او په خبره ئې چي د دغي پېښي علت تر اوسه پوري څ ګند نه دئ او دوی ئې په اړه څېړني شروع کړي دي.