د سمنګان څخه ځايي سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په مرکز کي ۲۰ کلنه نجلۍ خپل ورور وژلې ده

د سمنګان څخه ځايي سرچينې څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د دغه ولايت په مرکز کي ۲۰ کلنه نجلۍ خپل ورور وژلې ده.
د سرچينې په وينا چي دغه نجلۍ خپل ورور وهلي او وروسته ئې خفه کړې او وژلې ده.
سرچينه وايي، چي دغه پېښه د پنج شنبې په ورځ ماخستن رامنځ ته سوې ده.

د دغي ځواني نجلۍ د وژل کېدو علت تر اوسه پوري څرګند‌ نه دئ.
په ورته وخت کي د سمنګان ولايت ط..البانو هم دغه پېښه منلې ده او ويلي ئې دي، چي د یادي نجلۍ د قتل په تور ئې د هغې ورور نيولی او اوس تر څېړنو لاندي‌ دئ.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي مرموزي وژني زياتي سوي دي، چي ولس ئې د ط.. البانو څخه د‌ کنټرول غوښتنه کوي.