د سوریې حکومت په دې وروستیو کي نوې بانک نوټونه بازار ته وړاندي کړي، چي پر دغو نوټونو د دغه هیواد زراعتي محصولات

د سوریې حکومت په دې وروستیو کي نوې بانک نوټونه بازار ته وړاندي کړي، چي پر دغو نوټونو د دغه هیواد زراعتي محصولات، لکه میوې، غنم او ګلان انځور سوي دي.
د ياد هيواد چارواکي وایي، دا انځورونه نه یوازي د سوریې اقتصادي او کلتوري ارزښتونه بیانوي، بلکي د کروندګرو او بزګرانو د سخت کار او خدمت ستاینه هم کوي.
د سوریې مرکزي بانک وايي، پر بانک نوټونو د دغو انځورونو ډیزاینونه هڅه کوي د خلکو پام د زراعت ارزښت ته را واړوي او د هیواد طبیعي شتمنیو ته وده ورکړي. د کروندګرو له پاره دا یو مهم پیغام هم لري چي د دوی زحمتونه د ملي اقتصاد بنسټ جوړوي.