د سوریې پر «پالمیرا ښار» د اسراییلو د هوايي برید په پایله کي ۶۱ کسان وژل سوي دي

عربي رسنیو خبر ورکړی چي د سوریې پر تاریخي ښار «پالمیرا» د اسراییلو د هوايي برید له امله د وژل سویو شمېر ۶۱ تنو ته لوړ سوی او لسګونه نور ټپیان سوي دي.
الحدث رسنۍ د سوریې د بشري حقونو د څار ډلي په حواله تایید کړې چي پر پالمیرا د اسراییلو په برید کي شاوخوا ۱۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه راپور له مخي، د اسراییلو په دغه خونړي برید کي د سوریې په پالمیرا کي د استوګني درې ځایونه په نښه سوي او لږ تر لږه ۶۱ کسان وژل سوي دي.
د سوریې د بشري حقونو د څار ډلي په دغه برید کي د حزب الله د ۴ غړو او ۲۲ غیرسوريايي اتباعو وژل کېدل تایید کړي دي.
د پالمیرا پر لرغوني ښار د اسراییلو وژونکی برید له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ سوی دی.
دا لرغونی ښار د یونیسکو د نړیوال میراث په توګه ثبت سوی او د سوریې یو له مشهورو سیاحتي ځایونو څخه ګڼل کیږي چي د اسراییلو په برید کي سخت ویجاړ سوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *