ط..البانو د سويس څخه شړل سوي افغان ته افغانستان ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې او بېرته ئې سويس ته لېږلی دئ.
د سويس د فدرالي حکومت رسنيو ته ويلي دي، چي سويس يو افغان اتباع چي د جرم له امله له دغه هيواد څخه شړل سوی او افغانستان ته ئې لېږلی وو، خو ط..البانو د کابل په هوايي ډګر کښي دغه افغان کډوال بېرته جواب کړی او افغانستان ته د داخلېدو اجازه نه ده ورکړې.
د سویس د کډوالو فدرالي ادارې، چي په سویس کښي د مجرمو کډوالو د شړلو چارې پر مخ وړي، د دې پېښې پخلی کړی او د ياد افغان د امنت ساتلو په سبب ئې د هغه هويت نه دئ روښانه کړی.
د يادوني وړ ده، چي د سویس د کډوالو ادارې ويلي، چي شاوخوا د شلو نورو مجرمو افغانانو د شړلو چمتووالی روان دئ او ډېر ژر به افغانستان ته و شړل سي.