د سوډان د محلي مقاومت کمېټې، چي په ټول هیواد کي د مرستي د همږغۍ له سلګونو رضاکارو ډلو څخه یوه ده، ویلي چي لږ تر لږه ۱۲ کسان په شمالي دارفور کي وژل سوي.
د فعالانو په وینا، د چټک ملاتړ ځواکونو په بمبارۍ کي پنځه کسان ټپیان سوي هم دي.
دا ملېشه ډله د تېر کال له اپرېل راهیسي د سوډاني پوځ سره جګړه کوي.
په همدې حال کي د ملګروملتونو چارواکو د دارفور په ښار او په ټول سوډان کي د خرابي وضعي په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش د ملګروملتونو امنیت شورا ته ویلي چي، د سوډان خلک په خورا تاوتریخجنو حالاتو کي دي او زرګونه ملکیان وژل سوي.
د هغه په خبره پر ښځو د جنسي تېريو په شمول ګڼ نه بیانېدونکي ظلمونه پر خلکو روان دي.