دغه صندوق په ایکس پاڼه کي يو پيغام خپور کړى او ويلي يې دي چي دغه مرستي د افغاني ټولني په سختو شرايطو کي د باثباته حل لاري د برابرولو په موخه سوي دي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د اماني صندق په وینا، دا حیاتي مرستي افغاني ټولني په ننګوونکیو وختونو کي د انعطاف، هیلو او دوامداره حل لارو سره پیاوړې کوي.
تر دې مخکي سویډن له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کي د ۶،۸ میلیونه ډالرو مرستي اعلان کړی وو.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر د شمېرو له مخي، سویډن له ۲۰۱۴ کال راهیسي له افغانستان سره د بشري مرستو له صندوق سره څه باندي ۸۵ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.
دا په داسي حال کي ده، چي د ژمي په پيلېدو سره ملګرو ملتونو او نړيوالو مرستندويه ادارو په هیواد کي د اړتياوو د کچي د لوړېدو خبرداری ورکړی دی.