د سيمافور په نوم يوې امريکايي رسنۍ په خپل تازه راپور کي ويلي، چي اسرائیل د ایران پر ضد د جګړې پر مهال د بالستیک توغندیو د مخنیوي توغندیو له سخت کمښت سره مخ سوی دئ.
راپور ليکي، چي د امریکا متحده ایالاتو چارواکو ویلي، چي هغوی له څو میاشتو راهیسي له دې کمښت څخه خبر وو او تمه ئې هم درلوده.
د امریکا یوه چارواکي ویلي: «دا هغه ستونزه ده، چي موږ ئې مخکي تمه درلوده او ورته چمتو وو.»
امریکا ادعا کوي چي د خپلو زېرمو له پلوه ستونزه نه لري او وايي: «موږ دومره تجهیزات لرو چي خپل پوځي اډې او پرسونل خوندي وساتو.»
د يادي رسنۍ په حواله لا هم روښانه نه ده، چي امریکا به اسرائیل ته د توغندیو د مخنیوي توغندي واستوي که نه، ځکه دا کار ښايي د امریکا خپلي زېرمي هم تر فشار لاندي راولي.
بل لور ته د ایران د توغندیزو بریدونو زیاتوالی، چي په کښي د کلسټر مهماتو کارول هم شامل دي، د اسرائیل د مخنیوي توغندیو زېرمي په چټکۍ سره کمي کړي.