د سپین بولدک – چمن تر منځ لاره له لس میاشتني ځنډ وروسته د خلکو پر مخ خلاصه سوه

په چمن کي د پاسپورټ خلاف راټول سوي پرلتوال وایي، له لس میاشتي پرلت او لاریونونو وروسته توانېدلي چې د سپین بولدک – چمن تر منځ د لاري خلاصول په پاکستاني لوري ومني.
پر دغه لار پخوا د کندهار، چمن، کويټي او ځینو نورو سیمو اوسېدونکو پر تذکره او پاکستاني شناختي کارډ تګ راتګ کاوه خو لس میاشتي وړاندي پاکستاني لوري پر دې لاره پاسپورټ او وېزه جبري کړل.
د چمن اوسېدونکي وایي، پاکستاني لوري نن د پرلت دوه مشران صادق اڅګزی او غوث الله هم خوشي کړي او د دروازې د خلاصېدو پرېکړه یې کړې ده.
له کله راهیسي چې پر دغه دروازه د پاسپورټ د جبري کېدو پرېکړه سوې وه او پرلت پیل سوی وو څو ځله پکښي تاوتریخوالی رامنځ ته سوی او پرلتوالو ته مرګ ژوبله هم اوښتې وه.
د دغه دروازې په اړه لا هم په رسمي ډول د ډیورنډ کرښي دواړه غاړو ته چارواکو څه نه دي ویلي.