د سړک غاړي د ماين په چاودنه کي ۱۸ پاکستاني پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

پاکستاني رسنيو خبر خپور کړی، چي د سه شنبې په ورځ سهار د بلوچستان د مستونګ په سېمه کي د سړک غاړي د ماين د چاودني له امله درې پاکستاني پوليس وژل سوي او ۱۶ تنه نور زخميان سوي دي. د دغې پېښي مسؤليت تراوسه پوري چا پر غاړه نه دئ اخېستئ.