د شهريار ولسوالۍ سیاسي او امنیتي مرستیال ويلي

د شهريار ولسوالۍ سیاسي او امنیتي مرستیال ويلي، چي د امریکا او اسرائیلو په ګډو بریدونو کي په ياده ولسوالۍ کي د یوې افغاني کډوالي کورنۍ پنځه غړي وژل سوي دي.
د هغه په خبره چي دغه پېښه د دوشنبې په ورځ د دغي ولسوالۍ په مرکز شاهد شهر سيمه کي هغه مهال رامنځ ته سوې، چي پر استوګنیزو سیمو امريکا او اسرائيلو بريدونه وکړه.
د راپورونو له مخي په وژل سوو کسانو کي پلار، مور او درې ماشومان شامل دي چي عمرونه ۳ ، ۱۱ او ۱۳ کاله ښودل سوي دي.

د راپور پر بنسټ، ځایي چارواکي وایي چي ياد برید پر ملکي سیمو سوی او قربانیان ئې ټول د افغان کډوال وو.