د شوروي اتحاد له خوا پر افغانستان د بريد وروسته

د شوروي اتحاد له خوا پر افغانستان د بريد وروسته، لکه د ميليونونو نورو افغانانو په څېر زموږ کورنۍ هم هجرت وکړ او پاکستان ته ولاړه. زموږ روزنه هم هلته وسوه. کله چي به مو له مشرانو د خپل وطن کيسې اورېدلې، نو يو عجيب تشوالی به مو احساساوه. په مکتب کي مو هيڅکله د پرديتوب احساس نه درلود؛ د استادانو، ګاونډيانو او ټولګيوالو مينه لا هم د هجرت د ژوند يادونه راکوي، خو په زړه کي دا هيله ژوندۍ وه چي کاش موږ هم خپل يو هېواد درلودای، خپل بېرغ، خپل ملي سرود او خپلې ملي ورځي مو درلودای.
په هغو ورځو کي یوه ورځپاڼه «ضربِ مؤمن» زموږ لپاره يوازي ورځپاڼه نه وه، بلکي يو احساساتي ملاتړ و. موږ به ټوله اوونۍ د هغې په تمه وو.
ورځپاڼه کي خپرېدونکي جنګي خبرونه او د افغانستان په شمال کي د جګړې انځورونه يوه جالبه نړۍ ښودله. په افغانستان کي د شرعي نظام برکات، د واکمنانو خاکساري او عدالت، د شمالي ټلوالي ظلمونه، له پاکستانه تللي د مدرسو د زده کوونکو «اتلولۍ» او «شهادت» کيسې زموږ احساسات نور هم راپارول. د پاکستاني علماوو سفرنامې هم پکښي خپرېدې.

خو هغه وخت زما پلار په منظم ډول بي بي سي او وائس اف امريکا اورېدل، چي له هغه ځايه به هيڅ ښه خبر نه اورېدل کېده—افغان حکومت به د نشه‌يي توکو په سوداګرۍ، د ښځو او بشري حقونو په نقض تورن کېده.
نو راځئ، له هغه وخته تر اوسه پوري خپلې پنځه مشاهدې درسره شريکي کړم:
لومړۍ پېښه دا ده چي د طالبانو د پخوانۍ واکمنۍ پر مهال د هند يوه الوتکه وتښتول سوه، چي له هند څخه دوبۍ او بيا کندهار ته يووړل سوه. څو ورځي وروسته د درې پاکستانيانو په بدل کي يرغمل خوشي سول. هغه وخت زموږ احساسات څه ول، دا اوږد بحث دی. خو مشهور خبريال هارون رشيد، چي هغه مهال يې دا پېښه څارله، وروسته په يوه مرکه کي وويل چي د کندهار هوايي ډګر مخ ته، د سړک ها غاړه يوه جيپ ولاړه وه. يوه ورځ چي دی کندهار بازار ته روان و، د همدې جيپ کسانو هغه موټر ته پورته کړ. لږ وروسته ورته معلومه سوه چي هغوی د الوتکې له تښتوونکو سره په اړيکه کي دي او وايرلیس دستګاوي لري. موټر عادي نمبر پلېټ درلود، خو پکښي ناست کسان عادي نه ول.

دوهمه پېښه دا ده چي زه د خپل پلار سره ناست وم او راډيو مو اورېده چي د امريکا په بېلابېلو ځايونو کي د الوتکو د ټکر خبر خپور سو. تر سهاره معلومه سوه چي دا عادي پېښه نه وه، بلکي زرګونه کسان پکښي وژل سوي ول. وروسته د اسامه بن لادن د سپارلو غوښتنه وسوه او ورسره پر افغانستان بريد پيل سو. د جنرال مشرف له خوا د عبدالسلام ضعيف سپارل، د ملا برادر نيول، او د استاد ياسر او عبدالله اخند مرګ او نور ډېر څه پېښ سول. په پيل کي امريکايي الوتکو د عربي سمندر څخه بمباري کول، خو څو ورځي وروسته همدا الوتکي د شمسي او جېکب‌آباد له ډګرونو څخه الوتني کولې. د پاکستان پوځ وسلې هم بدلې کړې. دې حالت وطن ته تګ نور هم ستونزمن کړ او د «ضرب مؤمن» خپروني هم بې‌خونده سوې.
درېيمه پېښه دا ده چي د امريکايي بمبارۍ وروسته جلال‌الدين حقاني ټپي سو. په پيل کي د خوست د جانيخېل په سيمه کي ټپي سوی و، بيا يې درک ونه لګېد. په همدې وخت کي د الرشيد يا الرشيد ټرسټ له خوا درې ميليونه پاکستاني روپۍ د يوه کس په لاس ورولېږل سوې. هغه کس ټينګار درلود چي دا مرسته به خپله جلال‌الدين حقاني ته ورکوي. د امريکايي بريد وروسته حکومت ګډوډ سوی و او اقتصادي حالت خراب و، نو هغه کس له بنو څخه ميرانشاه او بيا د خوست سرحدي سيمې ترخوبۍ ته يووړل سو، چيري چي جلال‌الدين حقاني پټ و. هلته يې مرسته ورکړه. څلور ورځي وروسته امريکايانو اعلان وکړ چي جلال‌الدين حقاني ژوندی دی او په خوست کي پټ دی، او بيا هغه ځای بدل کړ.
څلورمه پېښه د ملا اختر محمد منصور د مرګ ده، چي له تفتان څخه کوټي ته روان و او د نوشکي ترڅنګ په بريد کي ووژل سو. د پېښې ځای ته نږدې يو هوټل او يوه امنيتي پوسته وه. د مرګ څخه مخکي له هغه څخه اسناد واخيستل سول او ورته وويل سول چي کوټه کي به بېرته درکړل سي. لږ وروسته ډرون را څرګند سو. هغه خپل کور ته ټليفون وکړ او وصيت يې وکړ. دوه کيلومتره وروسته په بريد کي ووژل سو. موټر او بدن يې وسوځېدل، خو اسناد يې روغ پاته سول.

پنځمه پېښه دا ده چي کله طالبان په ۲۰۲۱ کال کي بيا واک ته ورسېدل، د شمالي ټلوالې يو مهم کس فهيم دشتي په پنجشير کي ووژل سو. د هغه بي بي سي ته ورکړل سوې مرکه کي ويل سوي چي له ۲۰۰۰ کال مخکي په ايبټ‌اباد کي اوسېده او له هغه ځايه يې د شمالي ټلوالې رسنيز فعاليتونه اداره کول.
وروسته حالات بدل سول. جامعۃ الرشيد، چي له هغه ځايه به د «ضرب مؤمن» چاپېده، وروسته له هماغه ځايه «غضب للحق» خپرېدل پيل سول. د مفتي عبدالرشيد پر ځای مفتي عبدالرحيم راغی. د هغه مرکې ډېري خپرېږي، کله شکايت کوي چي د ملا محمد عمر پاليسي پر دوی نرمه وه او پر دوی يې باور درلود.
څو ورځي مخکي د هغه يوه مرکه مې واورېده، چي ويل يې په قطر کي د طالبانو هر غړي ته پيسې او کورونه ورکړل سوي ول.

کله چي زه د خپل ۳۴ کلن ژوند تجربو ته ګورم، دې پايلې ته رسېږم چي اصلي ستونزه ټي ټي پي نه ده، ځکه که حساب وسي، نو د افغانستان پر ضد د پاکستان په وروستيو بريدونو کي څومره ټي ټي پي کسان وژل سوي او څومره ملکي او دولتي شتمنۍ زيانمنې سوي دي؟ ټي ټي پي خو لا هم په خپلو سيمو کي فعاله ده.
اصلي خبره دا ده چي تاسو د ۱۹۹۹ کال مخکي په څېر افغانستان غواړئ. تاسو غواړئ چي د افغانستان بهرنۍ تګلاره ستاسو تر اغېز لاندي وي. تاسو غواړئ چي تښتوونکي ستاسو وي خو معامله په کندهار کي وسي، او بريد په نيويارک کي وسي خو معامله بيا ستاسو له لارې وسي. تاسو غواړئ چي له خپلو سيمو بمباري وکړئ خو اسامه بن لادن بيا په ايبټ‌اباد کي وموندل سي. تاسو غواړئ چي کله وغواړئ د ملا اختر منصور په څېر پېښه رامنځته کړئ او کله وغواړئ هغوی ته پناه ورکړئ.
خو دا بدلون—له «ضرب مؤمن» څخه «غضب للحق» ته—ښايي د پاکستان خلکو ته هم د منلو نه وي، ځکه اوس دا خبري د پخوا په څېر په ښکاره نه خپرېږي.

لوګری