د شپږیزي لیګ د نهم پړاو سیالۍ د امو نهنګانو لوبډلي په بریا سره پای ته ورسېدې

نن شنبه د اګست په ۲۴مه نېټه د شپږیزي لیګ پایلوبه د امو نهنګانو او بندامیر ښامارانو ترمنځ ترسره سوه چي د ۷ وېکټو په تفاوت امو لوبډلي وګټله.

د امو لوبډله د شپږیزي لیګ په لومړي پړاو کي تر پایلوبي رسېدلې وه، خو بیا یې ماته خوړلې وه او دا یې د شپږیزي لیګ لومړۍ اتلولي ده.

په پایلوبه کي د امو لوبډلي لپاره شاهدالله کمال ۵۹ او محمداسحاق رحیمي ۴۷ ناسوځېدلي منډي وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.