د شپږیزي لیګ په دوام بند امیر ۲مه لوبه وګټل

په شپږیزه ۲۰ کرکټ لیګ کي نن د ماپښین په لوبه کي بند امیر کرکټ لوبډلي امو کرکټ لوبډلي ته په پنځو وکټو ماته ورکړه او پرله پسي دوهمه لوبه یې وګټل.
په دې لوبه کي امو لوبډلي د لوبي پچه وګټل او د توپوهني پرېکړه يې وکړه، دې لوبډلي د اوو لوبغاړو په سوځېدو د زبید اکبري ۵۸ او عبدالمالک ۲۵ منډو په جوړولو بند امیر لوبډلي ته ۱۴۸ منډي هدف ورکړ.
بند امیر لوبډلي په ۲۰م اور کي د پنځو لوبغاړو په سوځېدو د حشمت الله شاهدي ۵۷ ناسوځېدلو او صدیق اتل ۴۰ منډو په مټ یاد هدف پوره کړ او د امو لوبډلي له پاره په توپ اچونه کي شراف الدین اشرف او قیس احمد دوه، دوه لوبغاړي وسوځول.
په دې لیګ کي سهار بوست لوبډلي سپین غر لوبډلي ته په اوو وکټو ماته ورکړې وه.